Banner

د دوبۍ لوړه ودانۍ، که دقیامت علامه

09.01.2010 19:06

لیکنه: نبراس الحق عزیز

 

یو ځل رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له صحابه وو کرامو سره ناست وو، یو نابلده سړی چې سپېنې جامې یې په تن وي، تک تور وېښته یې وو، او دسفر نښې نښانې هم نه پرې ښکارېدې، راغی او په ډېر ادب او احترام داسلام ستر پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته مخامخ کېناست او دیو لړ پوښتنو په ترڅ کې یې داپوښتنه هم ترې وکړه چې دقیامت ورځ کله ده؟ پیغمبر علیه السلام وویل: ستاپه څېر زه هم پرې نه یم خبر، بیایې ترې وپوښتل: نو دقیامت ځینې نښې او علامې کومې دي؟ پیغمبر علیه السلام دقیامت دعلامو له جملې څخه یوه دا هم ذکر کړه چې داوښانو او مېږو پیوونکي به دلوړو ودانیو په جوړولو فخر کوي او په همدې خاطر به سیالي کوي، یو به وايي زما ودانۍ لوړه ده بل به وايي زما. كله چې نوموړی نابلده سړی رخصت شو پیغمبر علیه السلام پوښتنه وکړه: آيا تاسو دا سړی وپېژاند؟ صحابه وو کرامو وويل: نه، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دا جبرائیل علیه السلام وو، ددې لپاره راغلی وو چې تاسو ته دین دروښیي.

په (۴/۱/2010م) نېټه خبري رسنیو خبر خپور کړ چې دنړۍ ترټولو لوړه ودانۍ په دوبۍ کې د (خلیفه د برج) په نامه پرانستل شوه، چې ددوبۍ حاکم شیخ محمد راشد آل مکتوم له خوا یې رسمي افتتاح وشوه.

له دې وړاندې هم په نړۍ کې دلوړو ودانیو سیالۍ روانې وې، دکوالالمپور دپیتروناس غبرګې ودانۍ چې ۴۵۲ متره لوړوالی لري، یا په مکه مکرمه کې ۴۸۵ متریزه ودانۍ چې د ابراج البیت په نامه یادېږي او دنړۍ دلسو لوړو ودانیو له ډلې څخه یوه ده، همدارنګه په تایوان کې ۱۰۱ پوړيزه ودانۍ ده چې لوړوالی یې ۵۰۸ مترو ته رسیږي، یا په نیویارک کې دنړیوال تجارتي مرکز ودانۍ چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۰۹ کال پورې به یې لوړوالی ۵۴۱ مترو ته رسېږي. همدارنګه په شنګهای او دوبۍ کې هم دېته ورته لوړې ودانۍ موجودې دي.

خو دخلیفه بن زاید په نامه نومول شوې ودانۍ چې تازه یې دابادۍ چارې پای ته رسیدلی دنړۍ دهرې لوړې ودانۍ ریکارډ مات کړ، دا ودانۍ دتېره مخروط په شکل جوړه شوې، دڅه دپاسه ۱۶۰ پوړونو درلودونکې ده، ۸۲۸ متره لوړه ده او د ۹۵ کیلومترو په واټن کې هم لیدل کیدای شي.

دپروژې په پیل کې یې لګښت یو ملیارد ډالر اټکل شوې وو خو دځایي رسنیو په وینا ښايي له دې څخه هم زیات لګښت ورباندې راغلی وي.

دخلیفه بن زاید دودانۍ جوړېدل نړۍ ته یو ستر چلینج وو، خو امیر الولید بن طلال بن عبدالعزیز آل سعود ددې چلینج دماتولو په نیت په راتلونکي کې په جده کې د۵۰ ملیارد ریالو په لګښت بله ودانۍ جوړوي ترڅو دخلیفه ودانۍ ته ماتې ورکړي، ددې ودانۍ لوړوالی به دخلیفه بن زاید دودانۍ دوه برابره یعنې ۱۶۰۰ متره یا یو میل وي، نو ځکه د برج المیل په نامه هم نومول شوې ده.

دبرج المیل په جوړېدلو سره به امیر الولید بن طلال چې په نړۍ له شتمنو کسانو څخه شمېرل کېږي دلوړو ودانیو دسیالانو د سر مقام وګټي او دنړۍ سیالان به له یو سخت چلینج سره مخامخ کړي.

دیادونې وړ ده چې عربي خلیج به په راتلونکي کې په نړۍ کې دترټولو لوړو څلورو ودانیو افتخار لاسته راوړي، په کویټ د مبارک ودانۍ چې ۱۰۰۱ متره به لوړه وي د ۸۶ ملیارد ډالرو په لګښت به جوړه شي، په دوبۍ کې د البرج په نامه بله ودانۍ چې ۱۰۵۰ متره لوړوالی به لري، او په بحرین کې ۲۰۰ پوړیزه ودانۍ چې لوړوالی به یې ۱۰۲۲ متره وي.

رابه شو دېته چې آیا دغه ودانۍ چې په ښکاره ډول دتفاخر او سیالۍ له مخې ترسره کېږي، د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) دپورتني حدیث مصداق نه ده؟ او همدا ودانۍ دقیامت د نږدېوالي همغه علامه نه ده کومه چې پیغمبر علیه السلام یې څوارلس سوه کاله مخکې یادونه کړې وه؟!

نن ورځ مونږ وینو دقیامت ورځې دنږدیوالي هغه علامې او نښې نښانې چې پیغمبر علیه السلام څوارلس سوه کاله مخکې ذکر کړي دي یوه له بل پسې رښتیا کېږي، دعلم او علماوو ورځ په ورځ کمښت، دجهل او قتل وقتال عام کېدل، دساز او سرود روا ګڼل، شراب په بدل نامه نومول او روا ګڼل، دچارو واګي دنااهله او سپکو کسانو په لاس کې لوېدل، فحاشي، دزلزلو زیاتوالی، دامانت خیانتول، په مسلمانانو باندې دټولې دنیا دکفارو راټولیدل لکه دخوراک په کاسه چې راټول شوي وي ترڅو اسلام او مسلمانان له منځه یوسي، دیهودو او نصاراوو پیروي او متابعت، او داسلام دین لکه د اور سکروټه ګرځېدل که غورځوې یې له اسلامه ووځې او که په لاس کې یې نیسې سوځوي دې، ټول هغه څه دي چې پیغمبر علیه السلام دقیامت دقیام نښې او علامې ګڼلې دي او په اوس وخت کې یې مونږ دسر په سترګو لیدلای شو.

په دې کې خو شک نشته چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) دهرې وړاندوینې سرچينه الهي وحې وه نو ضرور او خامخا به رښتیا کېږي، خو پوښتنه دا ده چې آیا دقیامت دورځې دغه علامې به زمونږ په اعمالو او ورځني ژوندانه کې ددې ورځې له وېرې کوم بدلون راولي؟؟؟ او په مونږ کې به دا احساس راپیدا کړي چې يوه شېبه دخپلو اعمالو په هکله له ځان سره محاسبه وکړو؟؟؟

 

سبحان الله 24.01.2010 18:36

محترم نبراس الحق صیب رب العالمین دی تاسی ته اجر درکړی چه په داسی وخت کی دی د ورونو پام داسی موضوع ته راواړوو چه واقعی دضرورت ځای دی.

ابوخليل قدوسي 15.01.2010 13:20

هو دایو منلی حقیقت دی چي دا دقیامت له نښو څخه يوه داسي نښه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم يي مخکي وړاندوینه کړي ده او کوم حدیث چي (عزیز صاحب) ژباړلی صحیح حدیث دی د خليفه په برج څه دپاسه شپږ مليارده ډالره لګښت شوی شپاړس ملیونه درهم يي يواځي دافتتاح په مراسمو لګول شوي وو

عنایت ساپې 11.01.2010 10:50

ګران نبراس الحق عزیز،<br />تاسو وا قعا دهغې پیښې یو ژوندې مثال چې په کې جبریل علیه السلام د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغلې و او د بیلا بیلو حالاتو په اړه یی ترینه پوښتنه کړې وه په ښه ډول ذکر کړې . <br />ستاسو د نورو ګټورو علمي معلوماتو د لوستو په هیله

وارث خان حبیبی هوتک 10.01.2010 12:28

د هر څه دمخه زه وارث خان خپلې نیکی هیلی او سلامونه په نیک او خه ساعت کی وړاندی کوم او په دی هیله چه روغ او جوړ یاست ډیره مننه ده خه لیک سخه مو<br />ریشتیا هم د قیمت علامی په پوره توګه راښکره شوی دی خدای پاک( ج دی زموږ ایمان ته خیر کړی په دی معنی چی فسق او پساد ډیر شوای ده زما له ګرانو لوستونکو سخه خواست ده د یو افغان په صیفت زما ورونو او خویندو ډیر یو نازک وخت دی اول د لمونځ کوشش کوی او پر لمونځ که د پوره کامل ایمان دوعا غواړی او د حرامو سخه ځان وژغوری د درغو سخه هم ځان وساتۍ امید ده چه زمونږه او ستاسی به هر وخت خدای پاک ملتیاه کوی په درنښت ستاسو ورور وارث خان حبیبی هوتک ده ډنمارک سخه

ټولې تبصرې
free counters