Banner

ملي خائن ته

25.03.2010 22:46

بل مــــې وژنــــې او تـــه ګـورې
څـه عجيـبـه شــــانته ورور ېې

د وطن په غيږ کــــې لوی شوې
ورتــــه واېـــې سپکې سپورې

د پــــــــردوســــره دې راز دی
خوحـــــاکم زمــاد کــــورېــــې

خـــوږ وطن دې په بل خرڅ کړ
تش په خوله واېې چې ورورېې

چې يووالــــې تــه دې بـــولي
جــوړوې بــــانې څــــه نــورې

دا وطــــن د هــــر افــغــان دی
ته شمـــلې پــه سپکه ګورې

تاريخونــه يــــې ژونــدي دي
دا چنــــګيز او مغــــل ګــورې

قدرتـــونــــه پــه ګــونډو شول
سورلښـــکر اوپرنګ پورې

خـــو يــــوه خــــبـــره واوره
که هرڅه پــه زړه کې تور ېې

چې تـيــارو پسې رڼا شته
بيا په کومو سترګو ګورې؟

نن يــــووالی ضــــرورت دی
که اصيل بــچـــې د مـــورېې

د ملــــی ګټو پاس بــــان شه
که په هر تنظيم کې جوړ ېې

نور د جنــــګ لمن کړه ټوله
که خلاف د ظـــلم او زور ېې

افغاني احساس اشنــــا کړه
چــې د هــــر زخـــم ټکــوریې

سميع الدين افغاني
٢٤ م کال - ٣ - ٢٠١٠
مهاجرت

سميع الدین افغاني 07.04.2010 17:17

فقر زی صيب ستاسو د پا ک اوسپیڅلې نيت او پیرزوينې نه مننه ، يابه یو کيږو ، که نه ورکيږو ٠
کور مو اباد او تاسی ته هم د اوږد عمر هيله لرم ٠
په ډيره مينه
سميع الدين افغاني

ګل محمد فقير زې 26.03.2010 12:42

ا فغا نې صاحب سلا مونه اوښی چاری ٠اول ځل دی چی داسی شعر می د انتيرنت په مخ مې وليدو دا دټولو وطنوالو اواز دی اوپه دی کی دټولنی ټولو اړخونو ته پکی اشاره
شوی ده کور مو ودان اواوږد عمر ولری د ملی ګټو نه ساتنه دهر با وجدانه انسان وظيفه ده ٠خو افسوس چی اوس دملی ګټو څوک پروا نلری اوشحصی ګټو ته لومړی
توب حق ورکوی اوحتی تردی سرحد ه خبره رسيدلی ده دګاونډيو ګټوته دملی ګټو نه ترجعور کوی او نورو هيوادونو دځارګرو ادارو سره پټ تماسونه اوورکړه راکړه
روانه اوجاری ده ٠ متل دی غل هموايی خدای اومل هم واي خداي٠
بل می وژنی اوته ګورې٠ څه عجيبه شانته وروريی ٠
دملی ګټو پاس بان شه ٠ که هر تنظيم کی جوړ يی ٠

په درناوی فقيرزی دجرمني نه

ټولې تبصرې
free counters