Banner

په زړه پورې خبرې اترې

05.09.2010 08:39

ژباړه: محمد اسماعیل عندلیب

اوږدې دې خو ګټورې دي.

يو ليوني يو لمونځ کوونکى وليد چې د خپل رب په مناجات بوخت ؤ ژړل يې ، اوښکې يې پر اننګيو روانې وې او داسي يې ويل :

اى خدايه په اور کې مې مه اچوه ، ماسره نرمي وکړه او په ما رحم وکړه .

اى مهربانه ، د زيات رحم خاونده د اور عذاب مه راکوه .

زه ناتوانه يم  د اور سيزل نه شم زغملاى نو په ما رحم وکړه .

پوستکې مې ډير نرې دې د اور ګرمي نه شي ګاللاى نو په مارحم وکړه.

هډوکي مې ډير ضعيف او کمزوري دي د اور د سختۍ توان نه لري نو په ما رحم وکړه .

ليوني په زوره وخندل ، لمونځ کوونکي ورته وکتل او ويې ويل :

څه شې وخندولى اى ليونيه ؟

ليوني په ځواب کې  وويل ستا خبرې وخندولم .

-او پدې کې د خندا څه خبره ده ؟

-ځکه د اور د ويرې څخه ژاړې .

لمونځ کوونکى پوښتنه ځينې وکړه  او ته د اور څخه نه ډاريږې ؟

ليوني وويل : نه زه له اور څخه نه ويريږم .

لمونځ کوونکي وخندل او ويې دا سمه ده چې ته ليونى يې .

ليوني وويل : ته څنګه د اور نه ويريږې پداسي حال کې ستا سره هغه مهربانه رب ملګرى دى چې رحم او مهرباني يې د هر څه څخه زيات دي؟

لمونځ کوونکي وويل : ځکه چې ګناه ګار يم که چيرته ما الله تعالى د خپل عدل په تر سره کولو سره په دې ګناهونو ونيسي نو اور کې به مې واچوي ، ما نافرماني کړى ، لمونځ مې پرې ايښې ، درواغ مې ويلي اوس نو د دې لپاره ژاړم چې الله تعالى په مار رحم وکړي ، بخښنه راته وکړي ، ماسره د خپل عدل له مخې  حساب کتاب ونه کړي ، بلکه د فضل ، مهربانۍ او نرمۍ له مخې راسره معامله وکړي څو اور ته وردننه نه شم .

دلته نو ليوني د لمړي ځل څخه هم په لوړ اواز وخندل .

لمونځ کوونکى حيران او نا ارامه شو.

ليوني وويل اى لمونځ کوونکيه! ستا سره داسي خداى دى چې عدل کوي او ظلم نه کوي او ته د هغه د عدل نه ويره لرى ؟
ستا سره داسي رب دى چې بخښونکى ، مهربانه او توبه قبلوونکى دى او ته د هغه د اور څخه ډاريږى .

لمونځ کوونکي وويل اى ليونيه ته د خداى نه نه ډاريږى ؟

ليوني وويل بې شکه چې زه د خداى څخه ويريږم ، خو زما ويره د هغه د اور څخه نده .

لونځ کوونکى حيران شو او ويې ويل کله چې د هغه د اور نه ډار نه لرى نو بيا ستا ويره د څه نه ده ؟

ليوني وويل : زه د خپل رب سره د مخامخ کيدو څخه ويره لرم ، د دې څخه په ډار کې يم کله چې هغه (رب) زما څخه پوښتنه وکړي اى زما بنده! ولې دې زما نافرماني کوله ؟

اوس نو که زه د اور لايق يم نو زه دا هيله لرم چې لوى رب ما  د پوښتنې سوال ، ځواب ، حساب او کتاب څخه بغير اور ته داخل کړي دا اور ماته ډير اسانه او د زغملو وړ دى تر دې چې هغه لوى رب زما سره حساب کتاب وکړي .

زه نه شم کولاى چې زه د هغې لوى رب سره خپلې سترګې مخامخ کړم ، ما د هغه سره خيانت کړې هغه مې په ياد نه دې ساتلې نه په دنيا کې او نه په اخرت کى .

که چيرته زما رب زما په اور ته ننوتلو رضا وي نو هيڅ باک نشته .

لمونځ کوونکى حيران شو او د ليوني خبرو د فکرونو په درياب لاهو کړ.

ليوني وويل ، اى لمونځ کوونکيه! زه تاته د يو راز غوټه سپړم ، هيچاته يې مه ښکاره کوه .

-دا راز څه دى اى عقلمند ليونيه ؟

-اى لمونځ کوونکيه! زما رب ما اور ته نشي ننويستلاى ته پوهيږې ولى؟

-ولې اى ليونيه ؟

-ځکه چې ما د الله عبادت د هغه سره د خپلې مينې او شوق په سبب کړى او تا د هغه (رب) عبادت د ويرې او تمې په سبب کړى دى .

په الله باندې زما ګمان ستا د ګمان نه ډير غوره دى او د هغه څخه زما اميد ستا د اميد نه ډير ښه دې نو اى لمونځ کوونکيه د هغه څه لپاره چې ته يې اميد نه لرې ډير هيله من او ښه اوسه .

موسى عليه عليه السلام د اور د سکروټې د راوړلو لپاره څو ځان پرې ګرم کړې تللې ؤ بيرته د پيغمبرۍ سره راوګرځيد .

او زه چې د دې لپاره تللې وم څو د خپل رب جمال وګورم نو ليونتوب مې په برخه شو.

ليونې په خندا خندا د هغه څخه ولاړ او لمونځ کوونکى په ژړا پاتي شو د ځان سره يې وويل : دا نه منمه چې دا سړې دې ليونې وي ، دا خو د ټولو هوښيارانو څخه هوښيار دى او زه ريښتينې ليونې يم ، زه به د هغه خبرې په خپلو اوښکو وليکم .

امير المؤمنين علي رضي الله تعالى عنه فرمايلي دي : د هغه څه لپاره چې ته يې اميد نه لرې ډير زيات هيله مند اوسه .

پس موسى د عمران ځوى د دې لپاره ولاړ چې د خپلې کورنۍ لپاره د اور سکروټه راوړي ، الله تعالى ورسره خبرې وکړى او پيغمبر شو .

د سبا د ښار ملکه کافره روانه شوه ، د سليمان عليه السلام سره يې ايمان راوړ ، له بلې خوا د فرعون جادوګران د دې لپاره روان شول چې عزت تر لاسه کړي ، مسلمانان شول .

اى خدايه زه به تا څنګه هير کړم چې ته ما هميشه ياد لرى ؟

ستا څخه به په څه ډول غافل شم پداسي حال کې چې ستا تر نظر لاندې يم .

پاى

د عربي څخه ژباړه

نجیم خیل 05.05.2011 08:01

ګرانو وروڼو السلام علیکم ورحمت الله
وروڼو الله تبارک وتعالی موږنه یو هیر کړی بلکه موږ الله تعالی هیر کړیدی؛ کله که موږ په ټولو کړو وړوکی د الله تعا لی رضا په نظر کی ونیسو او د هغه د لارښونو سره سم خپل کارونه سرته ورسو هیڅکله به له نا کامۍ سره مخامخ نشو. دا نن چه څه په اسلامی نړی کی تیریګی پخپله د مسلمانانو اعمال دی. راشی خپل د نیازاو احتیاج لاسونه خپل رب ته اوچت کړو د الله څخه د خپلو نا وړه کړو وړو بښنه وغواړو او په ګناهونو باندی اعتراف وکړو په صدق سره توبه وباسو تر څو الله تبارک وتعا لی زموږ د نصرت لپاره ابا بیلی راولیږی. مسلمان باید د کفارو له زور او قوت څخه ونه ویریږی خکه چه الله تبارک وتعالی تر هغی ډیر زوروردی. مسلمانان باید د خپلو غیر اسلامی اعمالو د بدو پایلو څخه وویریږی. الله د زموږ په اعمالو کی اصلاح راولی. واسلام

انجینر نجیم خیل

Azmatullah 09.09.2010 04:54

سلامونه او نېکې هېلې : ګرانوورونو،دالله تبارک وتعالې تردېر سخت امتحان لاندې راغلې ېو. پروردګاردې مونږنه ناکاموې.پروردګاردې مونږه دابابيل په شان دکافرانو مقابلې ته تيارکړې رب العزت دې مسلمانانو زړونوکې دکفارو د داسې ظلمونو دمخنېوې لپاره داستشهاد او انتحارکولو جزبه پېداکړې پروردګارا هغه مسلمانان چه دکفارو ددې کار (د قرآن سوزونې )پروا نه کوې اوځان مسلمانان بولې خداېه پاکه په عظېمو عذابونو ېې ګرفتارکړې او شرمېدلې دکفارو په صفونو کشې د عرش پرمېدان ودروې.پروردګاراپه دې مبارکو شپو او ورځوکشې مونږ غمجن کړې ېو پروردګارا په خپل غضب ېې ګرفتار کړې
واسلام ، داورې

Azmatullah 09.09.2010 04:53

سلامونه او نېکې هېلې : ګرانوورونو،دالله تبارک وتعالې تردېر سخت امتحان لاندې راغلې ېو. پروردګاردې مونږنه ناکاموې.پروردګاردې مونږه دابابيل په شان دکافرانو مقابلې ته تيارکړې رب العزت دې مسلمانانو زړونوکې دکفارو د داسې ظلمونو دمخنېوې لپاره داستشهاد او انتحارکولو جزبه پېداکړې پروردګارا هغه مسلمانان چه دکفارو ددې کار (د قرآن سوزونې )پروا نه کوې اوځان مسلمانان بولې خداېه پاکه په عظېمو عذابونو ېې ګرفتارکړې او شرمېدلې دکفارو په صفونو کشې د عرش پرمېدان ودروې.پروردګاراپه دې مبارکو شپو او ورځوکشې مونږ غمجن کړې ېو پروردګارا په خپل غضب ېې ګرفتار کړې
واسلام ، داورې

usman 05.09.2010 18:54

سلامو نه او نيکي هيلی مو ومني٠ پر اسلام د غرب يو بل ګوزار ٠ زه له ټولو مسلما نا نو ورو ڼو او خو ندو څخه خواست کوم چه پدې مبا رکه ميا شت کې ټول په جمع اسلام ته دعا وکړي چه د ا کفا ر ( الله د نه کړ ي ) د امريکې د فلوريدا په ايالت کې ( د قرآن سوزونې نړيواله )ورځ لما نځی . په کورونو مسجدونو او په هر ځاي کې چه ياست د عا وکړې چه الله ج يو ځل بيا د ابا بيل مر غان راوليږې چه ټو له کفار نست او نا بود کړې امين د هر مسلمان دا وظيفه ده چه زما پېغام بل مسلمان ورور او خور ته ورسوی په در ناوی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
free counters