Banner

کوچنی اختر مو مبارک شه!!!

09.09.2010 15:27

تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال

كل عام وأنتم بألف خير

 

د منبر غږ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه ګرانو هیوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د زړه له تله مبارکي وایي. الله جل جلاله دې د مبارکې روژې په میاشت کې زمونږ ټول عبادتونه قبول وګرځوي.

او نیکمرغه کوچنی اختر دې د هغو میړنیو شازلمیو مبارک وي چې د خوښۍ دا ورځ یې د دین او هیواد له مینې ځار کړي، او د اختر خوښي په سنګر کې تیروي څو د خپل ګران ولس هره ورځ اختر وګرځي، او ګران هیوادوال د کال په ټولو ورځو کې لکه د اختر خوښي وکړي.

نیکمرغه کوچنی اختر دې د هغو اتلو مسلمانانو مبارک وي چې د خپلو اسلامي شعائرو، ملي نوامیسو، او دیني مقدساتو د دفاع په نتیجه کې په خپل کور کې د کوچني اختر د خوښيو نه محروم ګرځیدلی وي، او د خپلې خاورې له ازادۍ څخه یې خپله ازادي قربان کړي وي، او د مبارکې روژې نه وروسته دا دی د کوچني اختر خوښۍ هم د تورو تمبو شاته تیروي.

نیکمرغه کوچنی اختر دې هغو با احساسه افغانانو ته مبارک وي چې خپل سرونه قربانوي څو زمونږ سرونه په امان کې وي، خپلې وینې تویوي څو زمونږ وینې محفوظې وي، پخپله د جهاد په سنګرو کې شپې رڼې تیروې څو مونږ په آرام خوب وکړو، او پخپلو لاسونو او پښو کې ځنځیرونه قبلوي څو ولس د غلامۍ له ځنځیره وژغوري.

بیا دې هم ورته مبارک وي او بیا دې هم ورته مبارک وي!!!

له څښتن تعالی څخه سوال کوو چې راتلونکی اختر په داسې حال کې په مونږ راوګرځي چې ګران هیواد مو د پردیو اشغالګرو له پنجو آزاد، او د اسلام په خاوره د اسلام سپیڅلی بیرغ رپانده ووینو.

د همداسې اختر د لیدو په هیله

عتیق ،همدرد، 10.09.2010 14:32

ډیره مننه وروره ستاسو دی هم کمچنی اختر مبارک وی بلخصوص ټولو افغانانو ته <br /> ښاد او اباد اوسی

jangir 10.09.2010 09:14

تاسو ته دې هم مبارک وي.<br />نیکمرغه اختر ټولو ته غواړو.

عبدالمالک 09.09.2010 19:38

زه هم تاسو او هم ټولو لوستونکیو او په سنګر کې ناستو مجاهدینو ته داخترمبارکي تقدیموم.<br />اختر دهغو مبارک شه<br />چې داخترشپه په سنګرکي تیروینه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
free counters