Banner

دوکتور محمود احمد غازي له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې

26.09.2010 14:57

عزيز

Dr. ghazi

د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون پخوانی رئیس او د شرعیاتو او قانون پوهنځي استاذ پروفیسور دوکتور محمود احمد غازي نن سهار د څه باندې شپیتو کالو په عمر د قلبي سکتې په نتیجه کې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

انا لله وانا الیه راجعون

دکتور محمود احمد غازي د اسلامي نړۍ لپاره ستره ضایعه وه، هغه په پاکستان او اسلامي نړۍ کې د علمي، فکري، څیړنیزو، او دعوي ډګرونو خورا نوماند او منلى شخصيت وه، ارواښاد په خپل علم او قلم سره اسلامي کتابتونونو ته پراخه بډاینه وربښلې وه، په ګڼ شمیر نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې يې د اسلامي نړۍ د ویښتابه لپاره د همیشه لپاره غږ اوچت کړی وه.

نوموړي په عربي، انګلیسي، او اردو ژبو تقریبا (30) لیکلي آثار پرېښي، او د اسلامي قانون، اسلامي سیاست، اسلامي ویښتابه، اسلامي اقتصاد، او اسلامي روزنې په برخو کې یې پراخ علم، سلیمه مفکوره، خوږه ژبه، او تاند قلم درلود.

ارواښاد دکتور غازي په عربي ژبې د امام محمد بن الحسن الشیبیاني د کتاب (السیر الصغیر) په زړه پورې تحقیق لیکلی، او د علامه محمد اقبال فارسي دیوان یې هم عربي ژبې ته ژباړلی، او ددې ترڅنګ پخپله یې هم په عربي ژبه د شعر لیکلو وړتیا درلوده.

د ارواښاد مهم آثار (د اسلامي قانون فلسفه)، (اسلام او لویدیځ)، (په اقتصاد او سوداګرۍ کې درسونه)، (قرآن کریم د سترې الهي معجزې په توګه) دي، او په زیات شمیر کې مقالې او لیکنې پرېښي دي.

همدارنګه یې په اردو ژبه د قرآن، حدیث، تفسیر، فقه، نبوي سیرت، تاریخ، او تراجمو په برخه کې وړاندې کړيو درسونو ته د کتاب بڼه ورکړې چې د صفحو شمیر یې (3000) ته رسیږي.

د یادونې وړ ده چې ارواښاد دکتور محمود احمد غازي د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې (الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين) غړی هم وه، او د پاکستان د اوقافو او دیني چارو د وزير په توګه یې هم دنده ترسره کړې.

له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې پرېښي علمي آثار یې د مغفرت سبب وګرځوي، او د قیامت په ورځ یې د انبیاوو، شهداوو، او صالحینو په کتار کې راپورته کړي.. آمین.

عبد الله 18.12.2010 17:19

دکتور محمود احمد غازي په رښتیا هم چې علم کړی و، مګر یوه لویه تېروتنه دا ترېنه وشوه چې دمشرف ظالم په حکومت کې یې دوزارت چوکۍ واخیسته، مشرف له ده نه ډېره بده استفاده وکوله، او ده دا فکر کولو چې زه به څه خدمت وکوم، ظاهرا خو داسې څه ښکاره نشول چې دده ګټه وښيي، دی باید دمشرف ظالم مرستندوی نه وای پاتې شوی،کله چې مشرف دامارت پر ضد له امریکې سره ودرېد، نو ددې لپاره چې ددغه ناوړه او ظالم کار په وړاندې یې دولس احساسات یو څه غلي کړي وای، دتلویزیون له لارې یې هغه د حدیبیې دصلحې او کفارو ته دابو جندل دسپارلو کیسه وکوله، داسې ویل کېدل چې دا لاره محمود احمد غازي ورښودلې وه، او دا خو ما خپله په قاعة المحاضرات كې خپله ترېنه واورېدل چې مشرف ځکه له امریکې سره ودرېد چې ملا محمد عمر دمشرف لیک کوم يې چې ور لېږلی و اخوا غورځولی و، له لهجې یې داسې ښکارېده لکه دی چې دمشرف دموقف ملاتړ کوي، په هر حال الله جل جلاله دې ټول مسلمانان وبښي، الله جل جلاله دې په خپل رحم سره ټول مسلمانان جنت ته بوزي، مونږ یې څه کوو هغه دی لاړو اوس به هلته له خپل رب سره مخ شوی وي، او مونږ هم ورپسې روان یو، الله دې ټولو ته دغه لاره آسانه کړي، زما مطلب له دغه دا نه دی چې زه دعلماوو او بیا هغه چې له دنیا نه تلي دي بد یادوم، ځکه دا ښه کار نه دی، باید دمړو ښه یاد شي، خو دلته زما موخه دا ده چې عالم باید دظالمو حکمرانانو له مرستې او ناستې پاستې نه ځان وژغوري، لکه څه رنګه به چې سلفو صالحو دا کار کولو، باید هر عالم دغه خورا مهم ټکي ته پاملرنه وکړي، ځکه دیو عالم په وړه تېروتنه باندې خورا ډېر خلک تېروزي، نن چې اسلامي امت په داسې ستونزو او کړاوونو کې را ګير دی یو لوی او ستر لامل یې همدا دی چې علما په تیره بیا هغه علما چې په سیاسي چاپیریال کې بلد او سروکار یې دی ورسره دحق په ویلو کې پاتې راغلي دي، او لا پسې لګیا دي، ځينې علما خو بيخې له سیاست نه پناه غواړي او ځينې نور بیا دظالمانو ددسیسو ښکار کېږي، باید داسې حق پرست علما را پیدا شي چې ظالمانو ته سمه او زغرده خبره وکوي، أفضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر، اودا هغه څه دي چې یوازې علمای یې په سمه توګه کولای شي.

اک 11.10.2010 17:53

Allah di da ghazee sib hagha bal jahan khaysta kri.
rikhtia ham chi da da pa marg bandi chi koma khala ra manz ta shwa dira pa sakhtai ba pora she.
Allah di obakhi٠

شيراحمد 27.09.2010 12:10

الله دي ارواښاد دوكتور محمود احمد غازي وبخښي، الله دي قبر ورته منور كړي او الله دي دده بركت په نورو مسلمانو وړونو كښيږدي.
د نوموړي مرګ واقعآ د مسلمان اولس لپاره ستره ضايع ده، نو مونږ ټوله د ارواښاد د كورنئ سره په همدي وير كي شريك يو او الله پاك دي د ارواښاد و كورنئ ته صبر جميل ور نصيب كړي.

بشیراحمد-داقتصاد پوهنځی 26.09.2010 17:43

خدای دي جنتونه ورکړي خوشبختاته چې ما یي په جنازه کي شرکت وکو.
په لنډ کې داسلام اباد پوهنتون دوهم جید عالم وه چې وفات کیږی ددی نه مخکی دکتوراحمدعسال دپوهنتون پخوانی رئیس په مصر کې وفات شو.
موت العالم موت العالم
خدای دی مسلمانانو ته داحمدالعسال او دوکتور غازي په څیر نور جید علماء ولوروي.
الله پاک دې کورنۍ ته صبر ورکړي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
free counters