Banner

غــــــــــــــــــــــــــــــــــزل

28.09.2010 21:15

لطف الله خیرخوا

هـره آييـنـه بـانــدې غبـــار دی پــه دې ښـــار کــې
عقل د هـوس پـه مـی خـمــار دی پـه دې ښـار کـې

دا دمحبــت د خـپلـــوۍ تـار دی پــه دې ښــار کې
شرم د جـذبـو حـسين اظـهار دی پـه دې ښـار کـې

پــــت پکـــــې ارزانـه لـه کــوټـه لالـه خـــرڅـيـــږي
داسې يو بې ننګه غوندې کار دی په دې ښار کې

بـريښـي چـې ګـوهـر او خرموره پکـې يـو شـان دي
پروت چې د زړګي غمی په لار دی په دې ښار کې

ژونــد لکـه چــې خپلــه معـنا نـه ورکـوي ښــکاري
داسـې چـې ايمـان له سـره ځـار دی په دې ښـار کـې

دلتــه کــې هيڅـوک د چــا خيـرخـوا نـدی ملګــرو
او هـر سړی د هـر سړي نګار دی په دې ښـار کـې!!

د خیرخوا مئین 31.01.2011 11:47

باشو ويلي دي چې : د شعر ټول تخنيكونه زده كړه، بيا ټول هېر كړه ، بيا شاعري كوه
د دۀ دا خبره په شاعرانو سربېره كيسه ليكونكو او د تخليقي ادب د نورو ژانرونو ليكوالو ته هم د لارې د مشال حيثيت لري. د صنعتونو او قاعدو زده كړه مو د تېرو استادانو په تجربو كې شريكوي ، د خپلو كمزوريو د پېژندلو چل رازده كوي او له خنډونو د اوښتلو لارې چارې راښيي. نو تخنيكونه چې دومره كمالونه لري ولې يې هېر كړو؟ د شعر يا داستان يا بل هنري اثر د ليكلو په شېبو كې چې تخنيكونه زموږ په ذهن سپارۀ شي ، ازادي رانه اخلي ، اثر مصنوعي راځي. يو فوټباليست كه د توپ د ګول كولو په وخت په هغو تخنيكونو فكر كوي چې زده كړي يې دي، توپ نه شي ګول كولاى ، ځكه توپ دۀ ته دومره وخت نه وركوي چې خپل معلومات ورپه ياد كړي. معلومات بايد له شعوره تېر شوي او په غريزي پوهه بدل شوي وي. لكه څنګه چې ژوند تر ادب وسيع دى دغسې ادب تر خپلو تخنيكونو لوى دى. هنرمن ته پكار ده چې د اثر د تخليق په شېبو كې يوازې د خپل زړۀ ومني او د خپل روح اواز واوري. فوټبالست كولاى شي چې له توپ سره د خپل كړي چلند فلم بيا بيا وګوري او غور ورباندې وكړي. ليكوال هم كولاى شي چې د هنري اثر له ليكلو وروسته په خپل اثر باندې د تخنيكي پوهې په رڼا كې بيا بيا غور وكړي او كمى و زياتى پكې راولي مګر د ليكلو په وخت كې بايد د باشو خبره په ياد ولري او بلكې هغه هم له ذهنه وشړي.

نه پوهېږم چې دغه پورته لیکنه مې له کومه کړې وه او د چا ده خو بس خوښه شوې او له ځان سره مې ساتلې وه. او اوس مې له تاسې سره شریکه کړه.
په درنښت

داعي 22.10.2010 14:30

سلام علیکم!
دلتــه (کــې) هيڅـوک د چــا خيـرخـوا نـدی ملګــرو
په پورته بیت کې دلته (کې) په اصطلاح پاکستانۍ پښتو څرګندوې. که د کې پرځای بل څه راشي، ښه به وي.
مننه

سلام خان 29.09.2010 11:00

پروت چې د زړګي غمی په لار دی په دې ښار کې

ډیرښکلی خیرخوا صیب.

ګنډیری دلدار 29.09.2010 08:50

دلته یاردیارپه غیژکې خوب کولی نشي
دلته د بمانو درزهار دی پدې شار کې

دلته داشنا در ته ډاډه ورتللی نشم
هرچیرته ولاړراته اغیاردی په دې شارکې

لاړې شاعرۍ! لکه چې وغورځېدې پشو نه
ګډپه شاعرانوکې دلدار دی په دې شارکې

درناوی اولطف لطف الله خیرخواه ته
دلدار
هرات

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
free counters