Banner

اخــــلاص

14.04.2008 09:53

ژباړه: نبراس الحق عزیز

لمر په غرغرو وه، تياره په خپرېدو وه، او تتې رڼا نوره له ځمکې سره خدای پاماني کوله، يخ باد د هغو درېوو کسو چې په مزل کې ډېر ګړندي وه جامې هاخوا دېخوا وړې راوړې، غوښتل يې نږدې شاوخوا چېرته د شپې تېرولو ځای پيدا کړي چې همدا نن شپه پکې تېره کړي او سهار د خپل منزل په لور رهي شي.

هغوی له کلیو څخه ډېر لرې وه، دا اټکل کېده چې که نږدې کورونو ته رسېږي نو د شپې بايد ډېر مزل وکړي، هغه هم له هر راز ګواښونو ډک، کېدی شي په کومه کنده کې ولوېږي، يا ورباندې سېلاب راشي، یا یې شړقنده باران لاندې کړي، او يا پرې وحشي ځناور وربرابر شي.. شپه خو ړنده ده، سهار ښه دی بې خطره او بې وېرې دی.. نو باید نږدې کوم پناځای ولټوي..

ډېره لټه یې ورپسې ونه کړه، په نږدې مسافه کې ورته لږ پورته يو غار ښکاره شو.. نو ورچابکه شوه.. او ډېر مناسب غار وه، چې څنګه ورننوتل په رګو کې یې د سکون نغمه په خپرېدو شوه، ګرچاپېره کراره کراري او شاوخوا توره تیاره وه.. نو په خواږه خوب ویده شول. له ستړیا وروسته خوب، او له ګرځېدو وروسته دمه څومره خوندوره وي؟! او د ګلورینو خوبونو په لیدو کې غرق لاړل، داسې فکر کېده لکه په خپلو کورونو او خپلو خونو کې چې وي.. د سمڅې نه بهر په تېز باد چې وروونکې ورېځ یې له ځانه سره راوړې وه او شاوخوا سیمه یې اوبو لاندې کړې وه، هېڅ نه وه خبر، او د غار له پاسه په هغې لویې تېږې هم نه وه پوه چې په بېخ کې يې کنده جوړېده او که راورغړېده نو سمه به د غار خولې ته اړم شي، او دوی –که د خدای اراده نه وي- به په یو نه خلاصېدونکي آفت کې راګير شي.

د لمر وړانګې د وړو سوریو له لارې غار ته راننوتې او په خواږه خوب ویده درېواړه یې ډېر په کراره راویښول.. او لکه چې ورته وایي همدومره غفلت مو بس دی جګ شئ او له دې بلا د خلاصون لار پیدا کړئ خدای خبر چې څه به درپېښ شي.. ژر شئ پاڅېږئ او له الله جل جلاله نه مرسته او کومک وغواړئ.

هاغه دي راوخوځېدل، سا پکې راپیدا شوه، یوې او بلې خوا ته یې غځوني وکړه.. لومړي يې له خوبه د راويښېدو دعاء ووېلې چې خدای له لنډ مرګ څخه وروسته بېرته راژوندې کړ (او کاشکې چې نه وی راویښ شوی).. دوهم یې له خدایه د سلامتیا شکر وویست (او کاشکې یې سترګې نه وی غړولې)..

درېم چې راپاڅېد دعاء او په موسی او هارون باندې یې درود ووېلې چې خدای ورته د دوی په واسطه د سمې لارې هدایت کړی دی.. خو ځلانده لمر چېرته دی؟ رڼا چېرته ده؟ ټولې هغه پوښتنې وې چې د سمڅې بندې فضا له لیدو سره ورته راپیدا شوې.. یوه وويل: هله! زه خو نه پوهېږم چې څه کیسه ده؟ (ژر ژر یې دا خبره وکړه).. دواړه یو ناڅاپه داسې په منډه راجګ شوه تا به ویل چې په سیالۍ سره ورغلي غوښتل یې ځان پوه کړي چې څه پېښه ده؟ خو دوی دواړو هم لکه د خپل ړومبي ملګري ولیدل چې لمر او روښنايي نشته. يو د غار خولې ته  وروړاندې شو چې تيږه ټېله کړي خو نا امیده بېرته راوګرځېد، بیا یې هڅه وکړه خو بریالی نه شو، پاتې دوه وو هم خپلې مټې وازمایلې خو هڅه یې ناکامه شوه، دومره غټه تېږه چېرته کمزوری مخلوق ښورولی شي؟!

دا ځل درېواړو خپل زور سره یو ځای کړ او د غار خولې ته اړم په لويې تېږي يې حمله وروړه، خو د مخکې په څېر، یا له مخکې هم بدتر مایوسه راستانه شوه.

کله چې ټول د تېږې له بې ځایه کولو ناهیلي شوه او ویې لیدل چې د مرګ خولې ته ورروان دي، د وتلو لار د پیدا کولو په چرت کې شوه.

الله جل جلاله چې تل په خپلو بندګانو باندې مهربان دی، به اراده کړې وه چې نجات ورکړي، نو په زړونو کې يې وروګرځول چې ده ته عذر او زارۍ وکړئ، ایا الله تعالی نه دي ويلي چې: (وقال ربکم ادعوني استجب لکم) ستاسې پروردګار وايي چې له مانه سوال وکړئ چې قبول يې کړم درته؟!.. بې شکه.. ولې نه؟.. ای هغه څوکه چې کله ورڅخه محتاج سوال وکړي قبولوي يې او له ستونزو او کړاوونو يې ژغوري! ای مهربان ذاته موږ ته نجات راکړه!

درېواړو خپل خدای ته د سوال لپې ونيوې، ډېر نېکان او صالح خلک وه، الله تعالی په زړونو کې دا خبره ورواچوله چې خپل هغه نېک اعمال چې یوازې او یوازې د ده د رضا لپاره يې کړي وي او هېڅ راز رياکاري پکې نه وي، وسیله کړئ او سوال ترې وکړئ.

یوه يې وويلې چې: ما به له خپلې زړې مور او بوډا پلار سره ډېره نېکي کوله، د دوی احترام او درناوی به مې کاوه، او له خپلو بچو او ښځې څخه دوی ډېر راته نږدې وه، تر خپلې وسې به مې یې خدمت کاوه، کورنۍ مې هم په دې پوه وه نو ځکه یې په دې هکله مرسته راسره کوله.

زما دا عادت ګرځېدلې وه چې هر ماسخوتن به مې اوښه لوشله او د کور له ټولو غړو څخه وړاندې به مې یې شوده خپل مور او پلار ته ورکول چې ویې څښې، يو ځل ما په پټي کې بوټې نهالول او له ونو مې خرانګې پرې کولې چې وځنډېدم، چې راغلم اوښه مې ولوشله، که ګورم چې مور او پلار مې ويده دي، بده مې وګڼله چې راويښ يې کړم، خو دا هم راته ښه ونه برېښېده چې له دوی نه مخکې یې بل څوک وڅښي، لوښی مې په لاس کې وه او د دوی د راويښېدو انتظار مې کاوه چې په دې کې سهار شو، واړه مې چې زما د زړګي ټوټې وې د لوږې له لاسه ګرچاپېره رانه رغښتل او پښو ته یې راته چيغې او سورې وهلې او ژړل يې، خو ما به پرې ځان ناګاره کړی وه.. کله مې چې مور او پلار راویښ شول او زما له لاسه یې شوده وڅښل بیا مې د کور په نورو غړو او خدمتګارانو وڅښول.. ای الله! که ما دغه کار ستا د رضا لپاره کړی وي نو ته مو د دغې تيږې له مصيبته خلاص کړې.. له دې سره په تيږه کې یو چاود پیدا شو خو دومره نه وه سړی دې پرې ووځي.

دوهم کس شروع شو چې: زما ژوند عادي وه او کومه ستونزه مې هم نه درلوده، د تره یوه لور مې وه ډېره ښايسته وه، د ښکلا ورباندې تمامه وه، زما ډېره زیاته خوښېده، له هغې مې ناوړه غوښتنه وکړه خو ويې نه منله، ډېر مال مې هم ورته ومانه خو هېڅ، د هغې د دوکه کولو لپاره مې ډېرې لارې په کار واچولې خو څه ګټه يې ونه رسوله، دا زما یوازينی ارمان وه چې هغه دې فاحش کار ته رضا شي، اخیر یو وخت داسې راغی چې ډېره وچکالي شوه، د تره لور مې وچکالۍ ډېره ځپلې وه، دې ته مجبوره شوه چې خپل تره زوی ته د مرستې لاس ونیسي.. اه، زړه مې په ټوپو شو او د هغې له بېوزلۍ نه په استفادې سره مې (۱۲۰) یو سلو شل ديناره په دې شرط ورکړه چې ماته به ځان راتسلیم کړي.. څه يې کړي وی، ډېره به مجبوره وه.. نو ويې منله.. اه، خوب وينم او که دا هر څه رښتیا دي؟.. دغه ده اوس زما په ولکه کې ده.. زه مې د صبر مېوې شوکولو ته څومره ورلنډ شوی یم!.. جنسي غوښتنو مې هم د بدن هر ګوټ ته ځان رسولی وه او په وجود کې مې په ټوپو وې.. هغې په داسې حال کې چې اوښکې يې په سترګو کې ډنډ وې او د خپګان نښې يې پر مخ له ورایه ښکارېدې، مخ راواړاوه ويې ویل: له خدایه وډار شه.. په ناحقه او له غیر شرعي لارې مې پېغلتوب مه لوټوه، په واده کې لویه نېکمرغي نغښتي وي، او هر حلال او روا کار زړه ته سکون او خوښي وربښي.. او زنا د يوې لحظې خوند او د ټول ژوند پښېمانتیا او په آخرت کې ذلت دی.. په زړه کې مې یو ډول کرکه راپیدا شوه، د بدن غړو مې له ګناه کولو نه انکار وکړ، او ما د الله جل جلاله قهر او غوسه د زړه په سترګو ولیده، نو سمدستی راولاړ شوم او لاړم.. کوم مال مې چې ورکړی وه هغه مې له الله څخه د عفوې غوښتنې او د ده د رضا حاصلولو لپاره وروباښه.. ای الله! که ما دغه کار ستا د رضا لپاره کړی وي نو ته موږ ته له دې آفته نجات راکړې.. د تېږې چاود لږ نور هم لوى شو خو لا وتل ورڅخه ناشوني وه.

درېم کس راوړاندې شو او ویې ويل: ما څو مزدوران نیولي وه، ټولو ته مې مزدوري ورکړه پرته له يوه مزدور څخه چې هغه خپله مزدوري پرېښوده او لاړ، ما له ځانه سره وويلې چې مزدور خو خپل حق پرېښود خو زه يې باید ورته وساتم، په مقابل کې به شيطان راته ويل چې د هغه په تا باندې هيڅ حق نه کېږي.. خو زما په زړه کې ويده ایمان په راويښېدو شو او ماته يې امر وکړ چې مال ورته وساتم که چېرته راشي چې وريې کړم.. او په همدې تصمیم مې زړه اوبه وڅښلې، ایمان مې چې د خیر په لورې زما میلان ولید ډاډه شو او يو ځل بیا يې امر وکړ چې د هغه مزدوري ورته باید په ګټه واچوم.. نو په خپل کاروبار کې مې له ځانه سره شریک کړ.. تر دې چې مال يې ډېره ګټه وکړه، او خدای بلا اوښان، غواګانې، مېږې، او غلامان يې شوه، څه موده وروسته مزدور خپلې مزدورۍ پسې راغی، ما ورته وويلې دا ټوله ستا مزدوري ده درسره وړه يې، هغه راته وویل: اوس ملنډې راباندې وهې؟! زه خپله مزدوري غواړم چې له تا سره زما له تګه وروسته پاتې شوې وه. ما ورته ووېل چې زه ملنډې نه درباندې وهم.. او پوه مې کړ چې زه سمه خبره ورته کوم او ما د ده مزدوري په ګټه اچولې وه، کله يې چې باور راغی مال يې پاک له ځان سره يووړ او ګرد هم ورڅخه پاتې نه شو.. ای الله! که ما دغه کار ستا د رضا لپاره کړی وي ته موږ له دې غاره وباسې.. او لويه تېږه دا ځل سمه وچاودېدله، او دوی درېواړه له غاره راووتل او لاړل.

دا حدیث بخاري او مسلم روايت کړی دی.

free counters