Banner

امیـــد او ویــره

29.12.2008 06:26

محمد نعيم افغان

کلــه الـــــوزي اســــــمان تـــه پــــروازونه کـــوي
کلــــه ژړا وي او فــــــریاد شــــــکایــــتونه کــــوي

کلــــه جنــــت کې دیـــارانو سره خوښ خوشحاله
کلــــه دوزخ کې له شــــیطان سره جنګونه کـــوي

کلــــه میـــــــدان د حــــــشرګـاه کې دکوثر انتظار
کلــــه خــیر غواړي چې جانان شفاعتونه کــــوي

کلــــه دګـــــلو پر پالنګ بانــــــدې عدن ته ګـوري
کلــــه دقـــــــبر په تــــــــیارو کې ارمانونه کـــوي

کلــــه مـــــــحمد بن قاسم وي دناهید مدد کــړي
کلــــه حجاج بن یوسف سي چې قتلونه کــــوي

تا ورښولــی چې ایمان دی بین الخوف  والرجاء
نعیم همېش اســــــتغفار وايي امیدونه کــــوي

عبدالله 21.01.2010 08:22

شعر خو دير بد ندي ، خو خير سه ناسه د شاعرانو لاس به زان باندي منه نور به هم خه شي

عبدالله 21.01.2010 08:17

شعر خو دير بد ندي ، خو خير سه ناسه د شاعرانو لاس به زانه باندي منه نور به هم خه شي

ټولې تبصرې
free counters