Banner

دلوګي سګریټ , چرسو وهلو حکم

05.12.2009 11:52

ليكنه: فضل وهاب وزیر

سګريټ او همدا رنګه چرس وهل حرام دي . دليل يي د الله تعالی دغه قول دی:

( ولا تقتلوا انفسکم ان الله کان بکم رحيما ) ژباړه: او مه وژنۍ ځانونه په خپله يقينن الله تعالی وو په تاسی ډير رحم والا.

(ولا تلقو بايديکم الی التهلکه)
ژباړه: او په خپلو لاسونو سره ځانونه هلاکت ته مه اچوئ.

دطب له نګاه نه هم دغه شيان زيان رسوي، او هر شی چی زيان رسونکې وي هماغه شی حرام دی.

له سنتو نه:

رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) دمال ضايع کول منع کړي دي ځکه رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي:

( لا ضرر ولا ضرار )
ژباړه : زيان رسول او زيان منل نه شته دی .

او د دغو شيانو څښل د زيان سبب ګرځيږي، ځکه د دغو شيانو څښل انسان له دغو شيانو سره تړي، او که انسان دغه شيان له لاسه ورکړي سينه يي تنګيږي، او دنيا هم ورباندی تنګيږي . ځکه انسان په خپله داسی شيانو باندی ځان اخته کړی وي، چی اړتيا يي ورته نه لرله.

عبد الله 18.01.2010 16:13

ديره شه ليكنه ده ، زه خو وايم جه ليكوال دي به دي موضوع يو كتاب وليكي ، زكه جه دير براخه معلومات او روانه زبه لري

س٠ ٠ مانسهره پاکستان 31.12.2009 19:09

salam to member site's sttaf bakhana ghwaram da englisi likalo na

za da ecgrato pa maraz akhta shawy yum sanga kawaly sham zan da dy bala na khalas kram ka cha ilaj rata wa khood no da insanit balky da afghnai tolny dost ba v

s_from mansehra _pakistan

م، ح، حيران 06.12.2009 10:35

هو رښتيا هم جالبه ليکنه ده، زما په اند هم که دا لړۍ پسې وغزول شي، دا به ډېره غوره وي. ماته چې څومره مالومه ده، نبراس الحق ورور ډېر زيات اسلامي معلومات لري او له يوې دېندارې او متدينې کورنۍ سره اړيکې لري. هيله ده چې د لوستونکو دا غوښتنه به ومني.
په همدې هيله،
ورور دې ډاکتر محمدحنيف حيران، شمشتو کمپ

بختیاراو شمس الرحمن دکندهارنه 06.12.2009 05:02

سلامونه وروره ډیره ښه لیکنه دی کړی ده او زه دممبرغږ چلوونکو نه داهیله لرم چی ددی پاڼی د لاپرمختگ لپاره گامونه پورته کړی زمونږ په فکر دا یواځنی پانه ده چی داسلامی معلومات خپره وی او که ممکن وی د دینی پوښتنو اوځوابونو لړۍ اوس ډیره سسته شوی ده هیله لرم چی دا لړۍ چټکه کړی .
په درناوی بختیار اوشمس الرحمن دکندهار نه

ټولې تبصرې
free counters